د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر او د پوځ لوي درستیز جنرال مارک میلي وایې دوی له طالبانو سره د سولې موافقتنامې له ضمیمو نه دي خبر.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مارک او میلي دغه څرګندونې د تېرې چهارشنبې فبروری ۲۴ مه د امریکا د استازو د وسله والو خدمتونو کمېټې ته د سولې هوکړې په اړه د وکیلانو پوښتونو ته ځواب کې ویلي دي.
د امریکا د ولسمشر د پخواني مرستیال ډېک چیني لور، لیز چيني له اېسپر نه پوښتنه وکړه چې آیا په موافقتنامه کې له پټو فرعي معاملو نه خبر دی یا نه.
د امریکا دفاع وزیر مارکایسپر وویل«د هغه څه په اړه چې تاسې یې یادوۍ، په ذهن کې مې اوس څه نه ګرځي.»
د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه چې په پټه پر ځېنو مسایلو د موافقې له کېدو نه خبر نه دی.
په ورته وخت کې لوي درستیز مایک میلي د استازو مجلس له غړو سره ژمنه وکړه چې د سولې په سند کې به هر ډول شرطونه له سره وګوري.
د امریکا لوي درستیز ويلي چې طالبانو سره د استخباراتي معلوماتو له شریکولو څخه ملاتړ نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن شنبنې د کب ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.
جمهورخبري آژانس:کابل