کورنیو چارو وزارت تخار ولایت کې د طالبانو د نظامي کمېسیون د مسوول مولوي بشیر د وژل کېدو او د هغه د مرستیال د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د کب ۱۴ مه خبرپاڼه کې ویلي، مولوي بشیر د تخار لپاره د طالبانو د تش په نوم نظامي کمېسیون مشر او قاري یعقوب یې مرستیال و.
سرچینه وايي، طالبانو د تخار – کندوز پر لویه لار ملکي خلک او امنیتي ځواکونه هدف وګرځول، چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د مولوي بشیر په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه جګړه کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال قاري یعقوب له یوه بل مهم غړي سره یو ځای نیول شوي دي.
د وزارت په وینا په دغه جګړه کې د افغان ځواکونو یو سرتېری هم شهید شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل