۰

امنیت شورا د طالبانو او امریکا پر موافقې او بندیزونو پرېکړه کوي

شنبی ۱۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر دغه موافقې او بندیزونو په اړه پرېکړه کوي.
امنیت شورا د طالبانو او امریکا پر موافقې او بندیزونو پرېکړه کوي
د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر دغه موافقې او بندیزونو په اړه پرېکړه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیت شورا دغه ګام وروسته له هغې اخلي، چې امریکا هڅه کوي، د سولې د دغه هوکړې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملاتړ خپل کړي.

د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک په مسوده کې، چې یوه کاپي یې خبري آژانسونو ته هم تر لاسه کړې، د فبروۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو د موافقې د لاسلیک د اعلان هرکلی شوی دی.

د دې مسودې پر اساس، د افغانستان کشالې ته د یوې سیاسي حللارې د موندلو او په افغانستان کې د دایمي او هراړخیز اوربند د ټینګېدو لپاره د بین الافغاني خبرو په ګډون د افغانستان د سولې په خاطر د ملګروملتو او د امریکا د نړیوالو شریکانو د پر له پسې ملاتړ غوښتنه شوې ده.

په مسوده کې دغه راز راغلي چې پرېکړه لیک باید تصدیق شي او په هر ډول سیاسي حللاره کې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او اقلیتونو حقونه په پام کې ونیول شي.

دا ټکي د پرېکړه لیک په اصلي متن پورې ضمیمه شوي چې د ملګروملتو د امنیت شورا غړیو وړاندیز کړي دي.

د پرېکړه لیک په اصلي متن کې، چې د امنیت شورا د غړیو له خوا ترتیب شوی، غوښتل شوي چې طالبان دې د ټولو خلکو حقونه رعایت کړي او له تعلیم او کاره د ښځو او نجونو د بې برخې کولو په شمول دې د پخوا په شان وحشتناک اقدامات نه کوي.

ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن ناوخته د روسیې په غوښتنه د دې پرېکړه لیک په اړه په غیرعلني غونډه کې خبرې وکړي.

په پرېکړه لیک کې همداراز د مخامخ خبرو لپاره د فضا د برابرېدو او اعتماد رامنځته کېدو په خاطر د حکومت او طالبانو له لوري د اقداماتو هرکای کوي.

په دې پرېکړه لیک کې د موافقې تر لاسلیکېدو وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو او نړیوالو مرستو غوښتنه شوې ده.

په پرېکړه لیک کې د سولې د پروسې د پیاوړتیا لپاره د بین الافغاني خبرو په لړ کې پر افرادو د بندیزونو د لېرې کېدو یا په دې برخه کې پر غور ټینګار شوی ده.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې د تشدد د کمېدا په شمول د طالبانو چلند او د سولې په خبرو کې د هغوی پرمختګ پر بندیزونو اغېز لري.

په پرېکړه لیک کې د دایمي سولې او جګړې د پای ته رسېدا لپاره د افغانانو د غوښتنې یادونه شوې او ویل شوي چې دایمي سوله یوازې په هغه پروسه کې ممکنه ده چې مشري او مالکیت یې د افغانانو وي او پراخې سیاي خبرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي