۰

د سولې له هوکړې وروسته پر طالبانو د امریکا لومړنی برید

چهارشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۴
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې درې ورځې وروسته امریکايي ځواکونو هلمند ولایت کې پر طالبانو بمبار کړی دی.
د سولې له هوکړې وروسته پر طالبانو د امریکا لومړنی برید
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې درې ورځې وروسته امریکايي ځواکونو هلمند ولایت کې پر طالبانو بمبار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي او افغان چارواکو له وړاندې خبرداری ورکړی و، چې که طالبان کړې هوکړې ته ژمن پاتې نه شي نو په اتومات ډول به دوی پرې بریدونه وکړي.

طالبانو د سولې له تړون وروسته چې په کې د تاوتریخوالي په کمولو هوکړه شوې وه، دوه ورځې وروسته خپلو جګیالیو ته امر کړی، چې پر افغان ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي او پر بهرنیو ځواکونو کار ونه لري.

تر دغه اعلان وروسته طالب وسله والو په ځینو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړي، چې یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې هم اړولې ده.

د سیمه ییزه چارواکو په وینا طالبانو یوازې تېره شپه په کندوز ولایت کې د بریدونو پر مهال کابو ۱۸ افغان سرتېري وژلي او ۱۰ نور یې له ځان سره وړي دي.

دغه راز ویل کېږي، چې په زابل، کندهار، اروزګان او هلمند ولایتونو کې هم د طالبانو په بریدونو کې یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د دغه بریدونو تر پیل او د سولې د هوکړې وروسته امریکايي هوايي ځواک هم په لومړي ځل په هلمند کې پر طالبانو بمبار کړی دی.

د امریکا د پوځ ویندوی پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو پر له پسې حملې کولې نو امریکايي ځواکونو د دې لپاره چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي، پر هغوی یې بمباري وکړه.

نوموړي ویلي، امریکا د سولې پر موافقې ولاړه ده خو طالبان باید بې ضرورته حملې ودروي او پر خپلو هغو ژمنو ودرېږي چې د دوحې په موافقه کې یې کړي دي.

د یادونې ده، چې د امریکا او افغانستان د هغې ګډې اعلامیې پر اساس، چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې خپره شوه، امریکا او ناټو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او همداراز د افغانستان د دولتي ادارو ملاتړ ته ژمن دي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، باید اورکم دوام وکړي او د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي