۰

امریکا:د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د منلو وړ نه دی

چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام او د بریدونو زیاتوالی ورته د منلو نه دی.
امریکا:د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د منلو وړ نه دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام او د بریدونو زیاتوالی ورته د منلو نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند مورګان اورتاګوس دا مهال طالبانو تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.

نوموړې زیاته کړې، د سولې هوکړې له مخې طالبان اړ دي چې د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ کموالی راولي، خو دوی په ډېرو سیمو کې لا هم جګړو ته ادامه ورکړې ده.

د هغې په وینا د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده او طالبانو ته په کار ده چې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

خلیلزاد دغه څرګندونې د افغان ولسمشر غني له خوا د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون فرمان تر صادرولو وروسته په خپل ټوېټر کړې او ویلي یې دي تمه لري، چې طالبان د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

خو په ورته وخت کې د منځني ختيځ لپاره د امریکا د پوځ یو لوړپوړی قوماندان جنرال فرانک مکینزي وايي، فکر نه کوي چې طالبان دې په خپلو ژمنو وفا وکړي.

جنرال مکینزي پرون سه شنبې د مارچ ۱۰ مه، له طالبانو سره د سولې د موافقې په اړه په سنا کې د وسله وال پوځ د خدمتونو د کمېټې غړو ته معلومات ورکړل.

نوموړي ویلي، امریکا پلان لري تر پسرلي پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي خو په ۱۴ میاشتو کې د ټولو ځواکونو د وتلو په اړه لا کوم پوځي پلان جوړ شوی نه دی.

هغه زیاته کړې«تر دې دمه زموږ د باور خلاف د طالبانو بریدونه هماغسې زیات او دوامدار دي، که هغوی دا بریدونه کم نه کړي، سیاسي مشرتابه (امریکا) به یې په اساس پرېکړه وکړي.»

جنرال مکینزي دا هم زیاته کړې، چې  طالبان د داعش د ځپلو وړتیا لري، ځکه په وینا یې د افغانستان په ختیځ کې طالبانو د داعش ډله وځپله او هغوی په دې برخه کې ډېر اغیزناک رول ولوبوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي