۰

افغانستان کې هم د کرونا مثبتې پېښې ۱۰ ته ورسېدې

شنبی ۲۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۹
د عامې روغتیا وزارت تایید کړه، چې په هېواد کې د کرونا ویروس د دریو نورو مثبتو پېښو په ثبتېتدو سره دغه پېښې ۱۰ ته ورسېدې.
افغانستان کې هم د کرونا مثبتې پېښې ۱۰ ته ورسېدې
د عامې روغتیا وزارت تایید کړه، چې په هېواد کې د کرونا ویروس د دریو نورو مثبتو پېښو په ثبتېتدو سره دغه پېښې ۱۰ ته ورسېدې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت پرون جمعه اعلان کړی، چې د کرونا درې تازه پېښې په کاپیسا، بلخ او سمنګانو ولایت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، د کرونا پنځه مثبت پېښې په هرات، درې په سمنګان، یوه په کاپیسا او یوه په بلخ ولایت کې ثبت شوې دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې تر اوسه پورې د ۱۸۰ مشکوکو پېښو سمپلونه مرکزي لابراتوارونو ته راغلي، چې ۱۷۱ یې تر اوسه منفي راوتلي دي.

هغه په پکتیا، پروان او دایکنډي کې هم د شکمنو پېښو پایلې هم منفي وې او دغه راز ۵۲ نورې مشکوکې پېښې دا مهال په مرکزي لابراتوارونو کې تر څېړنې لاندې دي.
 
د یادونې ده، چې د کرونا ویروس تر اوسه د نړۍ په ۱۲۷ هېوادونو کې خور شوی، چې ټولټال تر اوسه پرې ۱۳۴ زره او ۶۷۰ کسان پرې اخته شوي دي.

دغه ناروغنۍ تر اوسه پورې څلور او ۹۳۷ تنه وژلي چې تر ټولو ډېر یې په چین او ایران کې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي