۰
د عامې روغتیا وزارت:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۶
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس هېڅ راز مثبت پېښه نه ده ثبت شوې.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس هېڅ راز مثبت پېښه نه ده ثبت شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند وحید مایار نن چهارشنبې د کب ۲۸ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، په تېرو څلرویشت ساعتونو کې مشکوکې پېښې ثبت شوې خو مثبتې نه دي ثبت شوې.

د هغه په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو شمېر مشکوکې پېښې ثبت شوې، چې معاینات یې جریان لري او پایلې به یې وروسته روښانه شي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند په وینا هېڅ شخصي روغتونونه یا کلېنیک نه شي کولی، چې د کرونا ویروس معاینات وکړي، ځکه په وینا یې دغه معاینات باید په وړتیا توګه وي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ټولو بندرونو کې به اړین تجهیزات ځای پر ځای کېږي او اجازه نه ورکوي چې خلک له معایناتو او کتنې پرته هېواد ته د ننه شي.

په ورته وخت کې مایار دا هم و ویل، چې چین او ځینو نورو هېوادونو د کرونا په مخنیوي کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

ولسشمر غني هم پرون د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په خپل پیغام کې و ویل، چې له چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره یې خبرې کړې تر څو هېواد ته درمل وراد کړي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ۱۳ یې هرات، ۳ سمنګان، ۲ لوګر، او یوه یوه په بلخ، کاپیسا، دایکنډي او بادغیس ولایتونو کې دي.

د یاد وزارت په وینا دغه ویروس تر اوسه په ټولنه کې نه دی خپور شوی او هغه کسان چې پرې اخته دي، له ایران څخه راغلي دي.

د وروستیو راپورونو له مخې په نړۍ کې تر اوسه پورې کابو ۲ سوه زره کسان پر دغه ناروغۍ اخته دي او په ځینو هېوادونو کې یې سلګونه کسان وژلي هم دي خو په افغانستان کې یې تر اوسه څوک نه دي مړه کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي