۰
د عامې روغتیا وزیر:

په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۰ مثبت پېښې ثبت شوې، دوه یې کابل کې دي

یکشنبه ۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۵
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، په افغانستان کې هم د کرونا ویروس مخ په پراخېدو دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تازه ۱۰ نورې مثبت پېښې ثبت شوې دي.
په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۰ مثبت پېښې ثبت شوې، دوه یې کابل کې دي
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، په افغانستان کې هم د کرونا ویروس مخ په پراخېدو دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تازه ۱۰ نورې مثبت پېښې ثبت شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي فیروز چې نن یکشنبې د وري ۳ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال خبرې کولې، چې تازه پېښې دوه په کابل، دوه په غزني، دوه په زابل، یوه په کندهار او درې په هرات ولایت کې ثبت شوې دي.

د نوموړي په وینا په دې سره د هېواد په کچه په کرونا ویروس د اخته کسان شمېر ۳۴ تنو ته ورسېدو او اندېښنه ده، چې دغه ویروس ښايي په دوه اونیو کې تر دې هم زیات شي.

ښاغلي فیروز و ویل، چې په کابل کې دوه مثبت ثبت شوې پېښې د دوه دیيلوماتان دي، چې د بهرنیو سفاروتونو دي، خو د سفارتونو نومونه یې ونه خیتسل.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، چې کابل کې د کرونا ټولې ۲۲۰ مشکوکې پېښې ثبت شوې، چې دوه په کې د پارلمان وکیلان هم دي او اوس تر څېړنې لاندې دي، چې تر سبا پورې به یې پایلې معلومې شي.

هغه د کابل نفوس ته په کتو اندېښنه وښوده، چې په دوه اونیو کې ښايي د کرونا پېښې زیات شي، نو ځکه له حکومت څخه غواړي، چې په هر ډول رسمي او غیر رسمي غونډو او مراسمو بندیز ولګوي.

دغه راز هغه له حکومته دا غوښتنه هم وکړه، چې ښاري بسونه چې د ګڼې ګوڼې ځای دی او دغه راز هوټلونه او حمامونه هم په مکمل ډول وتړي.

ښاغلي فیروز و ویل، د خوښی ځای دی، چې دغه ویروس تر اوسه په ټولنه کې نه دی خور شوی او کوم کسان چې پرې اخته دي له بهر هېواد ته راغلي او یا هم هغه هېواد وال دي، چې بهر ته یې سفر کړی.

خو په وینا یې د ویروس د چټک خورېدو له وېرې یې وړاندیز دا دی، چې له هر ډول غونډو مخنیوی وشي او خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د هغه په وینا سره له دې، چې د کرونا وېره زیاته او د چټک خورېدو اندېښنې یې شته دي، خو کابل ښاریان بیا هم د عامې روغتیا وزارت سپارښتونو ته پاملرنه نه کوي، چې دا کار کېدای شي، د کرونا د چټک خورېدو سره مرسته وکړي.

نوموړی وایي، که څه هم عامې روغتیا د خلکو د نه تجمعاتو سپارښتنه کړې، خو بیا هم لیدل کېږي، چې خلک مېلو ته دي او دا موضوع یې عادې نیولې ده.

هغه دا سپارښتنه هم وکړه، هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۵ لوړ دي او یا هم له وړاندې کومه بله مزمنه ناروغي ولري، په هېڅ صورت دې له کورونو نه وځي.

د یادونې ده، چې د کرونا ویروس پښې تر اوسه د افغانستان په کابل، لوګر، غزني، زابل، کندهار، هرات، دایکنډي، بلخ، کاپيسا او سمنګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي