۰
د کرونا په اړه د عامې روغتیا وزارت خبرداری:

که مو سپارښتنو ته جدي پاملرنه ونه شي،انساني ناورین سره به مخ شو

دوشنبه ۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۹
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د چټک خورېدو له امله اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ، که د یاد وزارت سپارښتنې جدي ونه نیول شوي نو هېواد کې به انساني ناورین رامنځ ته شي.
که مو سپارښتنو ته جدي پاملرنه ونه شي،انساني ناورین سره به مخ شو
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د چټک خورېدو له امله اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ، که د یاد وزارت سپارښتنې جدي ونه نیول شوي نو هېواد کې به انساني ناورین رامنځ ته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند وحید مایار نن دوشنبې کابل کې د خبري غونډې پر مهال و ویل، چې تر اوسه په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۰ تنه دی او یو تن ساه ورکړې ده.

نوموړي اندېښنه وښوده، چې دغه ویروس د چټکې خورېدو وېره ده او که حکومت او خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتونو ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو هېواد به له انساني ناورین سره مخ شي.

د هغه په وینا د عامې روغتیا وزیر پرون په خبري کنفرانس کې د هرات ښار چې تر ټولو ډېرې پېښې هلته ثبت شوې د قرنطین غوښتنه وکړه، خو حکومت او خلکو دا موضوع جدي نه ده نیولې.

نوموړي ټینګار وکړه، چې که د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې جدي په پام کې ونه نیول شي، نو هغه وخت لرې نه دی، چې هېواد د انساني ناورین سره مخ شي او هغه مهال یې نه وزارت د کنټرول امکانات لري او نه به یې هم پړه پر غاړه وي.

مایار وایي، حکومت ته په کار وه چې په لویو ښارونو کې یې په تګ راتګ بندیز لګولی وی ځکه د عامې روغتیا وزارت بیا بیا دغه غوښتنه کړې خو حکومت یې سپارښتنو او غوښتنو ته پام نه دی کړی.

عامې روغتیا وزارت وایي دوی خپل مسوولیت ادا کړی دی خو حکومت او خلک همکاري نه کوي چې له همدې امله ښایي په راتلونکو دوو اونیو کې په افغانستان کې د کرونا له امله ستر بحران رامنځ ته شي.

نوموړي یو ځل بیا له خلکو غوښتنه وکړه چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او له بېځایه تګ راتګ ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي