۰

د کرونا له امله ښایي کابل کې هم ګرځبندیز ولګول شي

پنجشنبه ۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۰
د عامې روغتیا وزارت وايي، که د کابل په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شي، نو په دې ښارونو کې به هم ګرځبندیر اعلان کړي.
د کرونا له امله ښایي کابل کې هم ګرځبندیز ولګول شي
د عامې روغتیا وزارت وايي، که د کابل په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شي، نو په دې ښارونو کې به هم ګرځبندیر اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت د صحي خدمتونو مرستیال ډاکتر فدا محمد پیکان نن پنشنبې د وري ۷ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د دوی له سپارښتونو سره سره لا هم د کابل د ودونو یو شمېر تالارونه د مشتریانو پر مخ خلاص دي.

نوموړي غوښټنه وکړه، چې هوټولونه وړاندې له دې چې پولیس لاس په کار شي او ویې تړي باید خپله مالکان یې وتړي.

دی وايي، که چېرته کابل کې او یا ځینو نورو ښارونو کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شي، نو دوی اړ دي، چې په دې ښارونو کې هم ګرځبندیز ولګوي.

عامې روغتیا وزارت پرون له حکومت څخه وغوښتل، چې په هرات، فراه او نیمروز ښارونو کې هم ګرځبندیز ولګوي، چې لګېدلی هم دی.

د عامې روغتیا وزارت په وار وار خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د کرونا ویروس جدي ونیسي او په مخینوي کې یې له دغه وزارت سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز خبرداری ورکړ، چې که خلک د دوی سپارښتونو ته جدي پاملرنه ونه کړي ښايي ۱۶ میلیونه افغانان په دغه ویروس اخته شي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ۵۴ یې په هرات ولایت کې دي او تر اوسه یې دوه تنه مړه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي