۰

ارګ: ښایي په ټولو ولایتونو کې ګرځبندیز وضع شي

یکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۹
ارګ وايي، د کرونا ویروس سره د جدي مبارزې په خاطر او د اړتیا پر مهال ښايي د هېواد په ټولو ولایتونو کې ګرځبندیز ولګول شي.
ارګ: ښایي په ټولو ولایتونو کې ګرځبندیز وضع شي
ارګ وايي، د کرونا ویروس سره د جدي مبارزې په خاطر او د اړتیا پر مهال ښايي د هېواد په ټولو ولایتونو کې ګرځبندیز ولګول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینه وایي، دغه څرګندونې ولسمشر غني پرون شنبې د وري ۹ مه د والیانو سره د یوډیويي کنفرانس له لارې کړې دي.

ولسمشر غني ویلي، چې د کرونا پر وړاندې افغان حکومت باید په خپله مبارزه وکړي او په دې برخه کې د بهرنیو د مرستې په تمه پاتې نه شي.

ښاغلي غني ټینګار کړي، چې د اړتیا په صورت کې به په ټولو ولایتونو کې ګرځبندیز لګول کېږي او والیان مکلف دي چې د ولسمشر له فرمان سره سم خپل فعالیتونه تنظیم کړي.

د هغه په وینا په ټولو ولایتونو کې د اضطرار ځانګړې کمېټې رامنځ ته شوې دي او دوی دې د مرکز له لارښوونې سره سم د اړتیا په صورت کې اړین اقدامات ترسره کړي.

ولسمشر والیانو ته لارښوونه کړې چې په اوسني وضعیت کې یې باید ټول تمرکز د کرونا پر ضد په مبارزه باندې وي او د خپلو خلکو ژوند دې وژغوري.

د یادونې ده، چې تر اوسه پورې په پلازمېنه کابل، هرات، فراه او نیمروز ښارونو کې د کرونا ویروسو د مخنیوي په موخه ګرځبندیر اعلان شوی دی.

دا ګرځبندیز پر داسې مهال اعلانېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې دي.

په دې سره په هېواد کې د ناټو د څلورو سرتېرو په ګډون په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱۷ تنو ته ورسېده، چې پنځه ترې روغ شوي او څلور نور وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي