۰

د افغانستان او ازبکستان ولسمشرانو تلېفوني خبرې کړې دي

پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
د افغانستان او ازبکستان ولسمشرانو تلېفوني خبرې کړې دي
ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ په خپره پانه کې ویلي، شوي دغه تلېفوني مکالمه پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۲ مه شوې ده.
سرچینه زیاتوي، دواړو ولسمشرانو د افغانستان او ازبکستان تر منځ په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو په پراختیا، په ځانګړي ډول له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا د وارداتو پر زیاتوالي بحث او خبرې کړې دي.
د ارګ په خبرپانه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې ده، ازبکستان د افغانستان په شمال کې یو له ښو اړیکو لرونکو او افغانستان ته د برېښنا له صادرونکوهېوادونو څخه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي