۰
اروپايي ټولنه:

طالبان حق نه لري، د مقابل لوري د پلاوي پر څرنګوالي خبرې وکړي

یکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۹
اروپايي ټولنې د افغان حکومت له خوا د مرکچي پلاوی سره له مخالفت وروسته ویلي طالبان حق نه لري، چې د مقابل لوري د پلاوی پر څرنګوالي خبرې وکړي.
طالبان حق نه لري، د مقابل لوري د پلاوي پر څرنګوالي خبرې وکړي
اروپايي ټولنې د افغان حکومت له خوا د مرکچي پلاوی سره له مخالفت وروسته ویلي طالبان حق نه لري، چې د مقابل لوري د پلاوی پر څرنګوالي خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان حکومت د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو سره د مذاکرې لپاره ۲۱ کسیزه پلاوی وټاکه چې مشري یې د ملي امنیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی کوي.

له دې وروسته امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دغه پلاوی د اعلان هر کلی وکړ او دا یې یو ټول شموله پلاوی او د سولې لپاره یو مهم ګام وباله.

خو تر دې وروسته طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه پلاوی نیوکه وکړه او له هغې سره یې مخالفت وښود.

طالبان وايي، پلاوی د دوی له اصولي دریځ او دغه راز له امریکا سره د دوی د شوي تړون خلاف دی نو ځکه خبرې ورسره نه کوي.

خو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیا د طالبانو د دې اعلان په اړه لیکلي چې په سوله او جګړه کې څوک د خپل رقیب د غوره کولو انتخاب نه‌لري.

رولاند کوبیا پرون د مارچ په ۲۸مه، پر ټویټر لیکلي، که طالبان غواړي د مقابل لوري د مذاکرو د پلاوي پر څرنګوالي خبرې وکړي باید پر خپل لوري هم خبرې ومني او وګوري چې دوی د ټولنې څومره استازیتوب کولاۍ شي.

رولاند کوبیا طالبانو ته لیکلي«ستاسو خوا ښځې چېرته دي؟»

په ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر هم نن و ویل، چې طالبان حق نه لري، چې د افغان حکومت له خوا د ټاکل شوي پلاوی پر څرنګوالي خبرې وکړي.

هغه وايي، دوی د طالبانو پر پلاوی هېڅ ډول نیوکې نه لري، چې څوک او څنګه یې ټاکي خو په وینا یې که طالبان د افغان حکومت پر پلاوي نیوکې لري، نو بیا افغان حکومت هم د دوی پر پلاوي ملاحظات لرلی شي.

وحید عمر د افغان حکومت د پلاوی په اړه د طالبانو دریځ ته په غبرګون کې وايي، چې دا په قصدي ډول د سولې پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کول دي.

ښاغلي عمر زیاته کړه، چې افغان حکومت یو ټول شموله پلاوی ټاکلی او د سولې لپاره یې ټول عملي اقدامات کړي او اوس د طالبانو وار دی، چې پلمې پرېږدي، پلاوی وټاکي او د سولې لپاره عملي اقدامات وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي