اروپايي پارلمان وایي، د افغانستان نوي حکومت د مشروعیت لپاره تر ټولو مهم شرط باید د مېرمنو د حقونو مراعاتول وي. د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروپايي پارلمان مشرتابه د افغان مېرمنو د حقونو په اړه دوه ورځنی کنفرانس جوړ کړی دی چې په هغه کې د افغانستان ځینې بهر مېشتې مېرمنې د ګډون لپاره بلل شوې دي.
د دغه پارلمان دوی د دې ملاتړي دي چې نوی نظام افغان مېرمنو ته د کار او زده کړو مساوي حقونه ورکړي او دا به یې د مشروعیت لپاره مهم شرط وي.
په ورته وخت په ټولنیزو رسنیو کې د دغه مېرمنو پر ګډون هم غبرګونونه پارېدلي او افغان فعالینې وايي چې هلته ګډون کوونکې ښځې د دوی استازیتوب نه کوي.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه غبر
ګون نه دی ښوودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې دوی د ښځینه وو حقونو ته ژمن دي او د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د کار او زده کړو اجازه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل