۰

امریکا او ناټو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو خبرې کړې

سی شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغان مشرانو لخوا د یوه ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو باندې خبرې کړي دي.
امریکا او ناټو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو خبرې کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغان مشرانو لخوا د یوه ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو باندې خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه وري۱۱ مه  په یوه خبرپاڼه کې ویلي ښاغلي پمپیو له سټولټنبرګ سره پر ټلیفون د نورو مسائلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي.

خبرپاڼه وايي، هغوی همدارنګه پر دې هم خبرې وکړې چې افغان مشران باید یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې وکولای شي یو سیاسي جوړ جاړي ته چې د هیواد د امنیت لپاره مهم دی ورسېږي.

دواړو لورو د افغانستان د امنیت ټینګېدو او روان سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو په هدف په دغه هیواد کې د یو ټول شموله حکومت رامنځته کېدل مهم بللي دي.

د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو روانه اونۍ هم له افغان مشرانو څخه د ټول شموله حکومت رامنځته کېدو غوښتنه کړې وه.

هغه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ هوارولو په هدف کابل ته سفر وکړ او له دواړو لورو سره یې جلا جلا وکتل.

تر یادې لیدنې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د ښاغلي غني او  عبدالله تر منځ سیاسي کړکېچ د امریکا ملي ګټو ته ته ګواښ وباله او له دغه هیواد سره د خپلو مرستو کمېدو خبر ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي افغان مشران د یو داسې حکومت په جوړیدو چې د حکومتوالۍ، سولې او امنیتي ګواښونو د هوارولو توان ولري، نه دي بریالي شوي.

و ولسمشر غني د امریکا د مرستو کمېدو ګواښ ته په غبرګون کې وویل چې د یادو مرستو کمېدل به د افغانستان پر کلیدي سکټور او ځینو نورو برخو منفي اغېز ونه وکړي او هڅه به وکړي چې یاده تشه له نورو منابعو څخه ډکه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي