د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکوماس له افغان حکومت سره د کورونا ویروس پر ضد مبارزه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي ماس ولسمشر غني سره تېر ماښام په تلفوني تماس کې د کورونا پر ضد په دوه اړخیزه همکارۍ او مبارزه بحث کړی دی.
ارګ وايي، جرمني وزیر ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې هیواد یې له افغانستان سره د کورونا پر ضد مبارزه کې هر راز مرستې ت چمتو دی.
ښاغلي ماس همداراز د حکومت له لوري بین الافغاني مذاکراتو لپاره د اعلان کړي پلاوي هرکلی او ملاتړ کړی دی او ټینګار یې کړی چې دوی به د افغان سولې پروسې ملاتړ ته هم دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هم له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د ۱۵ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
تر دې وړاندې چین هم ویلي، چمتو دي، چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاسنوی وکړي.
دغه مرستې پر داسې مهال اعلانېږي، چې په افغانستان کې د کرونا ویرس مثبتې پېښې ۱۷۴ تنو ته رسېدلې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل