۰

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسان شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېده

شنبی ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۶
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۵ نورې مثبت پېښې هم په افغانستان کې ثبت شوې دي
افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسان شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېده
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۵ نورې مثبت پېښې هم په افغانستان کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن شنبې د وري ۱۶ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېده.

نوموړي زیاته کړه، چې له تازه ۲۵ ثبت شویو پېښو څخه یې ۱۸ په کابل، سمنګان، بلخ، قندوز، فاریاب، غزني او لوګر ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د مایار په وینا ۱۸ پېښو کې  ۱۱ په کابل، دوه په سمنګان، او نورې یوه یوه پېښه په بلخ، کندوز، فاریاب، غزني او لوګر ولایتونو کې ثبت شوې  دي.

دی وايي ۷ پاتې نورې مثبت پېښو څخه چې په هرات ولایت کې څېړل شوې، ۵ پنځه یې په هرات، او یوه یوه پېښه یې په غور او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې.

د یادونې ده، چې په کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې ۶ تنه تر اوسه مړه شوي او ۱۰ نور ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي