۰

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۳۳۷ ته ورسېدې

یکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ تنو ته رسېدلې دی.
افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۳۳۷ ته ورسېدې
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ تنو ته رسېدلې دی.

د یاد وزارت ویاند وحید مایار نن یکشنبې د وري ۱۷ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونوکې په کابل او هرات لابراتوارونو کې ۲۱۰ پېښې څېړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پېښو له جملې څخه یې ۲۸ هغه مثبتې  راوتلې دي.

دی وايي، په تازه پېښو کې ۱۰ تنه په کابل، ۱۰ تنه په هرات، ۸ تنه په کندهار، ۳ تنه په پکتیا، ۲ تنه په بلخ، ۲ تنه په سمنګان، ۲ تن په کاپیسا، ۱ تن په تخار او یو بل تن په زابل کې کورونا نیولی دی.

نوموړی وايي، په دې سره کورونا ۲۳ ولایتونو ته رسېدلې او ۳۳۷ تنه کورونا نیولي چې هرات او کابل په کې لومړی او دویم تر ټولو ډېر ناروغان لرونکي ولایتونه دي.

دی وايي، هرات، کابل، سمنګان، لوګر، کاپیسا، بلخ، زابل، دایکندي، بادغیس، کندهار، غزني، نیمروز، ننگرهار، سرپل، بدخشان، بغلان، پکتیکا، پکتیا، کندوز، غور، فاریاب او تخار هغه ولایتونه دي چې کورونا ویروس پکې تشخیص شوی دی.

له دې منځه تر اوسه په هرات، دایکنډي، سمنګان، کاپيسا، کندهار، نیمروز، فراه او بادغیس کې ۱۳ تنه له کورونا جوړ شوي دي خو په کابل، هرات، بلخ او دایکندي کې ترې ۷ تنه مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي