د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۰ تنو ته رسېدلی، چې ۱۷ تنه ترې بېرته روغ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن یکشنبې د وري ۱۷ مه
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۰ نورې مثبت پېښې ثبت شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۰ تنه رسېدلی چې ۱۷ تنه ترې رغېدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند دا هم وايي، چې د ټولو هېواد په کچه تر ۲ زره زیاتي مشکوکې پېښې هم لابراتوارونو ته د څېړلو لپاره رارسېدلي دي.
مایار وايي، کرونا ویروس تر اوسه پورې ۲۳ ولایتونو ته خپور شوي، چې تر ټولې ډېرې پېښې یې په هرات او کابل ولایتونو کې دي.
د یادونې ده، چې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې ۸ تنه مړه شوي چې وروستي هغه یې نن په بدخشان ولایت کې د یوه ۴۰ کلن سړي مړینه وه.
جمهورخبري آژانس:کابل