د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وايي، هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اړیکې لا ژورې او پراخې کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي د دې وخت دی چې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې لا ښې او ژورې شي.
نوموړي د افغانستان د بهرنیو چارو نوي سرپرست وزیر حنیف اتمر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ویلي هند هیله من دی چې د افغانستان له نوي حکومت سره تر پخوا ښې اړیکې ولري او په دې توګه د سولې، امنیت او سوداګرۍ په برخه کې اړیکې پیاوړې شي.
نوموړي یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې هیواد یې په افغانستان کې د پرمختګ، امنیت او سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل