۰
ان بي سي نیوز:

امریکا له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو ایستلو ګواښ کړی

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۴۵
ان بي سي نیوز راپور ورکړي، چې امریکا افغانستان کې سیاسي کړکېچ ته په پام له دغه هېواده د ټولو سرتېرو د ایستلو ګواښ کړی دی.
امریکا له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو ایستلو ګواښ کړی
ان بي سي نیوز راپور ورکړي، چې امریکا افغانستان کې سیاسي کړکېچ ته په پام له دغه هېواده د ټولو سرتېرو د ایستلو ګواښ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ان بي سي نیور ویلي، دغه خبرداری د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته په خپل وروستي سفر کې افغان چارواکو ته ورکړی دی.

سرچینه وایي، پمپیو ولسمشر غني او عبدالله ته په خطاب کې ویلي، که چېرې خپلې سیاسي ستونزې حل نه کړي او له طالبانو سره معامله کې پرمختګ ونه شي او د امریکا او طالبانو د شوي تړون پر مخ کې افغان حکومت ستونزې جوړې کړي نو امریکا به له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو په اړه تصمیم ونیسي.

ان بي سي نیوز وایي، افغان حکومت سره د مرستو کمولو اعلان وروسته د ځواکونو بشپړ وتلو ګواښ د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتیژۍ کې د ژور بدلون نښه ګڼل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ویلز هم ویلي، چې امریکا او متحدین یې نور په افغانستان کې له روان سیاسي کړکېچ څخه ناهیلي شوي دي.

نوموړې لیکلي«په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس او د هغه د ویجاړونکو اقتصادي اغېزو تر فشار لاندې ده، مرسته کوونکي له هغو پروګرامونو او خصوصي مسایلو چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ په وړاندې مطرح کېږي، ناهیلې او ستړي شوي دي.»

مېرمن ویلز دغه څرګندونې  پر داسې مهال کوي، چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لا هم سیاسي لانجې پر ځای پاتې  دي.

که څه هم امریکا او یو شمېر افغان سیاسیون د دغه سیاسي بحران د حل لپاره منځګړیتوب وکړ، خو پایله یې ورنه کړه.

تر هغې وروسته د امریکا د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي جنجالونو له دوام څخه اندېښنه وښوده او له افغانستان سره یې خپله یومیلیارد ډالر مرسته بنده کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي