۰

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۶۶۵ تنو ته ورسېد

دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۲
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویرسو ۶۵ پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوي دي، چې تر ټولو ډېرې یې په کندهار ولایت کې دي.
افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۶۶۵ تنو ته ورسېد
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویرسو ۵۸ پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوي دي، چې تر ټولو ډېرې یې په کندهار ولایت کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن دوشنبې د وري ۲۵ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې  په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ د کرونا پېښې په کابل، کندهار، هلمند، نیمروز، تخار او کندوز ولایتونو کې ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په کندهار کې ۲۸، په کابل کې ۱۳، په هلمند کې ۷، په نیمروز کې ۶، په تخار کې ۳ او په کندوز کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه، چې اوسه د کرونا ناروغۍ څخه ۳۸ تنه جوړ شوي او ۲۱ تنه نور مړه شوي، چې دوه په کې ډګتران دي.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې  په دغه ولایت کې هم په تېرو ۲۴ ساعتونوکې د کرونا ۷ مثبت پېښې ثبت شوې، چې شپږ یې نارینه او یوه ښځه ده.

په دې سره په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۶۵ تنو ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله نړۍ کې بیا په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر یو میلیون او ۷۸۸ زره ته رسېدلی، تر یو لکو زیات یې مړه شوي او څه که یو میلیون ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي