۰

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۳۳۹۲ ته ورسېدې

چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۶
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۶۸ نورې پېښې ثبت شوې، چې ټولې پېښې ورسره ۳۳۹۲ تنو ته ورسېدې.
افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۳۳۹۲ ته ورسېدې
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۶۸ نورې پېښې ثبت شوې، چې ټولې پېښې ورسره ۳۳۹۲ تنو ته ورسېدې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن چهارشنبې د غوايي ۱۷ مه کابل کې د قطر هېواد له خوا د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر د مرستې تر لاسه کولو مراسمو کې خبرې کولې و ویل، چې د کرونا د ۱۶۸ تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر کابو ۲۵۰۰ تنو ته ورسېده.

نوموړي زیاته کړه، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه تر ټولو زیاتې ۶۷ پېښې یوازژې په کابل، ۳۲ په هرات او ۱۴ هغه یې په کندهار ولایت کې ثبت شوې دي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، چې پنځه یې په هرات او نورې یې په کابل، بلخ، تخاراو پروان ولایتونو کې دي، چې په دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۴ تنو ته ورسېده.

دغه وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس څخه ۳۷ تنه بېرته رغېدلي هم دي، چې په دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۴۵۸ تنو ته ورسېده.
 
ډاکتر مجروح زیاته کړه، چې افغانستان اوس هم د کرونا سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ د له ډېرو هېوادونو په ښه حالت کې دی، خو په وینا یې که خلک نوره همکاري هم وکړي، کېدای شي افغانستان د کرونا سره د مبارزې په برخه کې نړۍ  کې ساری ونه لري.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال زیاته کړه، چې د قطر هېواد له خوا د الغرافه مرسته به په لرې پرتو او پاتې سیمو کې د کرونا د تخشص په مرکزونو کې ولګوي.

د هغه په وینا په دې مرستې سره به یو لومړی درجه روغتون په فراه ولایت کې د قطر دولت له خوا جوړ شي او ورپسې به د PCR یو مرکز هم د دغه بنسټ له لوري په نیمروز ولایت کې جوړ شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي