۰

امریکا له افغانستان سره ۱۵.۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۵
امریکا د دریو هېوادونو لپاره د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر د ۳۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
امریکا له افغانستان سره ۱۵.۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه
امریکا د دریو هېوادونو لپاره د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر د ۳۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرستې د افغانستان، کولمبیا او منګولیا لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مرسته د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې خوا تر سره کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له یادو مرستو څخه ۱۵.۶ میلیون ډالر یې د افغانستان لپاره ځانګړي شوي دي.

سرچینه زیاتوي دغه پیسې به په افغانستان کې د لابراتوارونو په فعالولو او عصري کولو، د کرونا پر وقایوي اقداماتو او یو شمېر نورو روغتیایي برخو کې ولګول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو هېوادونو د دې مرستې غوښتنه د ناټو له بیړنيو حالاتو سره د مبارزې د ادارې په وسیله کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوال بانک هم نن له افغانستان سره د ۴۰۰ میلیون ډالرو بې قید و شرط مرستې اعلان وکړ، چې ډېره برخه به یې د کرونا سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي