۰
د امریکا د دفاع وزیر مرستیال:

که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي، پر هوکړه له سره کتنه کوو

شنبی ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۷
د امریکا د دفاع وزیرمرستیال جیمز انډېرسون وايي، که طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي نو د دې احمتال شته چې د سولې پر هوکړه له سره کتنه وشي.
که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي، پر هوکړه له سره کتنه کوو
د امریکا د دفاع وزیرمرستیال جیمز انډېرسون وايي، که طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي نو د دې احمتال شته چې د سولې پر هوکړه له سره کتنه وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انډېرسون دغه څرګندونې د امریکا د سنا جرګې غرو ته د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، دوی له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسېدو او تاوتریخوالي د کمېدو په موخه د سولې هوکړه کړې ده.

خو په وینا یې که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي نو د دې احتمال شته چې د سولې پر دغه هوکړه له سره کتنه وشي او همدا راز د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ ودرېږي.

انډېرسون زیاته کړې، دوی هغه څه ارو مرو عملي کوي چې په اړه یې څرګندونې کوي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لړۍ ژر تر ژره پیل کړي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم ویلي، چې دوی هڅه کوي، طالبان له امریکا سره د کړې هوکړې بشپړ عملي کېدو ته وهڅوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي