۰

حکومت پر دولتي ځمکو او املاکو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي

دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۵
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډې پر دولتي ځمکو او املاکو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
حکومت پر دولتي ځمکو او املاکو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډې پر دولتي ځمکو او املاکو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، غونډه پرون د غوايي ۲۱ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه.

سرچینه زیاتوي، پیل کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمد جواد پیکار له دولتي املاکو او ځمکو څخه د ښې ګټه اخیستنې او خصوصي سکتور ته د پانګونې فرصت برابرولو په موخه پر دولتي ځمکو او املاکو د ۵۰ بسته ییزې پانګونې طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

ارګ زیاتوي، پر یاده طرحه له بحثونو وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، ملي تدارکاتو ادارې او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې پر دولتي ځمکو او املاکو د ۵۰ بسته ییزې پانګونې طرحې د لا بډاینې لپاره پر هغې بیا له سره کتنه وکړي.

دغه راز غونډه کې پر دې ټینګار شوی، چې په یاده طرحه کې دې حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر او د دارالامان سرکونو باندې ځانګړی تمرکز وشي او نهایي طرحه دې ژر تر ژره د چارو ادارې لوی ریاست له لارې د حکومت د رهبرۍ ناستې ته وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي