۰

د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د دولت وزارت لغو شو

دوشنبه ۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۴
د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د افغانستان د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزارت لغوه اعلان کړی شو.
د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د دولت وزارت لغو شو
د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د افغانستان د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزارت لغوه اعلان کړی شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت کال وړاندې تشکیل شوی او وزیره یې مېرمن سیما سمر وه خو تر اوسه پورې یې تشکیلات نه درلودل.

ارګ هم تایید کړې، چې  د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت او د اقتصادي پراختیا په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي بستونه لغوه شوي دي.

خپله سیما سمر هم د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزارت د ټولو تشکيلاتو د لغوې خبر ورکړی، خو نیوکه یې کړې، چې په دې کار کې له دې سره د وړاندې اړیکه نه ده شوې.

دا وايي تر اوسه نه پوهېږي، چې حکومت ولې دا پرېکړه کړې، خو زیاتوي، چې د چارو ادارې ریاست ولسمشر ته وړاندیز کړی او ولسمشر هم منظور کړی دی.

که څه هم سمر ویلي نه پوهېږي، چې ولې دا وزارت لغوه شوې، خو ځینې  راپورونو وايي، حکومت غواړي ځیني اضافي تشکیلات لغوه کړي، تر څو د اضافي بودیجې د لګښت څخه مخنیوی وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي