۰

د ولسمشر غني په حکم ۴ تنه په مهم بستونو په دندو وګمارل شول

پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۲۱:۰۹
د ولسمشر محمد اشرف غنی د جلا حکمونو پر اساس څلور تنه په مهمو بستونو کې په دندو ګمارل شوي او ورپېژندل شوي دي.
د ولسمشر غني په حکم ۴ تنه په مهم بستونو په دندو وګمارل شول
د ولسمشر محمد اشرف غنی د جلا حکمونو پر اساس څلور تنه په مهمو بستونو کې په دندو ګمارل شوي او ورپېژندل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني د  ۸۹۴ یم نمبرحکم پر اساس محمد داوود ناجي د ملي امنیت شورا دفترکې سیاسي سلاکار ټاکلی دي.

د ښاغلي غني د ۷۸۷ یم نمبر حکم پر اساس ډګرجنرال عبادالله عباد د سترجنرالی په بست کې د ملي امنیت د عالي مشورتي بورډ د دارالانشا رییس ټاکلی دی.

دغه راز د ولسمشر د ۸۹۳ یم نمبرحکم پر اساس ضیا عاصي د ملي امنیت شورا دفتر د ۷۰۰ ام ریاست د رییس په توګه  او په سیاسي او ولسي چارو کې د ملي امنیت سلاکارۍ لپاره د  ۸۷۰یم حکم پر اساس صدیق الله فهیم ټاکلي دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي