۰

تېره اونۍ زرګونه افغانان له ایران خپل هېواد ته ستانه شوي دي

سی شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۸
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وایي، تېره اونۍ ۶۸۷۰ افغان کډوال د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته راغلي دي.
تېره اونۍ زرګونه افغانان له ایران خپل هېواد ته ستانه شوي دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وایي، تېره اونۍ ۶۸۷۰ افغان کډوال د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته راغلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، تر دې مخکې اونۍ کې هم ۵۸۰۱ کسه له ایران را اوښتي چې د تېرې اونۍ شمېرې د وړمې اونۍ د شمېرو په پرتله ۱۸سلنه کموالی ښيي.

د کډوالو نړیواله اداره زیاتوي، لا هم هره ورځ لسګونه کسان د اسلام قلعې بندر له لارې افغانستان ته راځي او دوی یې ثبت او راجستر کوي.

په ایران کې د کرونا ویروس تر پراختیا وروسته افغانستان ته له دغه هېواد د کډوالو راتګ خورا چټک شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي