۰

ایران په خپله خاروه کې د افغانانو د وژنې اسناد نه مني

دوشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۴
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران په خپله خاوره کې د افغان کارګرو د شکنجې او بیا سیند ته د غورځولو او وژل کېدو اسناد نه مني.
ایران په خپله خاروه کې د افغانانو د وژنې اسناد نه مني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران په خپله خاوره کې د افغان کارګرو د شکنجې او بیا سیند ته د غورځولو او وژل کېدو اسناد نه مني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، ایران هغه شواهد او اسناد ردکړي، چې د افغان پناه غوښتونکو او کارګرو د ځورونې او وژنې د پېښې په تړا ورته سپارل شوي و.

دی وايي، د څېړنو په بهیر کې د افغان کمیسارانو اسناد، شواهد او مدارک خپلو ایراني سیالانو ته وړاندې کړل، خو متأسفانه د هغوی د تأیید وړ ونه‌ ګرځېدل.

هیواد وایي افغان حکومت دا کار د عدالت د تامین لپاره وکړ او هڅه کوي چې په راتلونکي کې د داسې پېښو مخه ونیسي خو ایران غواړي چې له ډیپلوماټیکو لارو دا قضیه تعقیب کړي.

افغان چارواکي په خپلو څېړنو کې وايي چې ایراني پوله‌ ساتو ځواکونو د غويي په ۱۳مه یعنې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې ۴۷ افغان پناه غوښتونکي په وهلو او د ټوپک په زور د سیند له لارې بېرته افغانستان ته د اوښتو لپاره اړ کړي وو.

د دغو افغانانو له ډلې ۱۲ تنه وژل شوي وه او ۱۷ لا درکه دي او پاتې ۱۷ نور ژغورل شوي دي.

افغان حکومت د پېښې د قربانیانو کورنیو ته یوه یوه نمره ځمکه او یو یو لک افغانۍ ورکړې او هم‌یې له ژوبلو کسانو سره ۵۰ زره افغانۍ مرسته او کاري موقع برابره کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي