۰

افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۲۴۵۶ ته ورسېدې

چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۵۷
د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د کرونا د تازه ثبت شویو پېښو سره په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۲۴۵۶ تنو ته ورسېده.
افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۲۴۵۶ ته ورسېدې
د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د کرونا د تازه ثبت شویو پېښو سره په دغه ناروغۍ د اخته کسانو  شمېر ۱۲۴۵۶ تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن چهارشنبې د غبرګولي ۷ مه د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۶۲۵ مثبت پېښې ثبت شوې دي.

د هغه په وینا له ثبت شویو پېښو تر ټولو زیاتې ۳۶۰ یې په کابل، ۱۰۸ په هرات، ۵۰ په بلخ او پاتې نورې په نورو ولایتونو کې دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا  له امله ۷ تنه مړه شوي، چې ورسره د ټولو مړو شمېر ۲۲۷ او ۱۰ روغ شوي،  چې د ټولو روغو شمېر ۱۱۳۸ تنو  ته ورسېده.

د یادونې ده، چې تر دا کابل کې ۴۷۷۱، په هرات کې ۱۹۶۶، په بلخ کې ۹۲۵، په ننګرهار کې ۵۸۶ او په کندهار کې ۵۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې دا د ولایتونو په کچه تر ټولو لوړ ارقام دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي