۰
د عامې روغتیا وزارت:

کرونا اوس هر کور او کوڅې ته رسېدلې، نن ۷۵۹ پېښې ثبت شوې

سی شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۲
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، اوس کرونا ویروس هر کور او کوڅې ته رسېدلی او ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.
کرونا اوس هر کور او کوڅې ته رسېدلې، نن ۷۵۹ پېښې ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، اوس کرونا ویروس هر کور او کوڅې ته رسېدلی او ورځ تر بلې مخ په  زیاتېدو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه  وزارت مرستیال وحید مجروح نن سه شنبې د غبرګولي ۱۳ مه د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په داسې یوه حال کې د کرونا مبارزه اوس د خلکو په لاس کې ده.

د هغه په وینا که  خلک ښه خواړه وخوري، د روغتیا وزارت لارښونو ته پاملرنه وکړي، کېدای شي، چې ټولنه د کرونا له رامنځ ته کېدونکي بشري ناورین څخه وژغورل شي.

د هغه په وینا کرونا ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ویروس ۱۳۲۲ پېښې څېړل شوې، چې ۷۵۹ یې مثبتې  وې.

نوموړي زیاته کړه، چې په تازه ثبت شویو پېښو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته  کسانو شمېر ۱۶۵۰۹ تنو ته ورسېده.

ښاغلی مجروح دغه راز وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ویروس له امله ۵ تنه مړه شوي، چې د مړو شمېر یې ۲۷۰ ته ورسېده او ۲۲ تنه روغ شوي، چې د روغو کسانو شمېر۱۴۵۰ تنو ته ورسېد.

د یادونې ده، چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم د کرونا پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې خلکو ته یې په خاطب کې ویلي، چې یا قرنطین او صحي لارښوونې عملي کړي یا ډلیزې مړینې ته چمتوالی ونیسي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي