کورنیو چارو وزارت او سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کندوز ولایت امنیه قوماندان عبدالرشید بشیر او د دغه ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ امنیه قوماندان فهیم قرلق د کرونا له امله مړه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت ویلي، د کندوز امنیه قوماندان له څو ورځو راهیسې د کرونا په ناروغۍ اخته و، چې تېره شپه یې ساه ورکړې ده.
په ورته وخت کې د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي هم د دغه ولایت د امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرشید بشیر مړینه تاییدوي.
نوموړی وايي، بشیر لس ورځې وړاندې کابل ته د کرونا ناروغۍ له امله رسول شوی و، چې تېره شپه یې حالت سخت شوی او ساه یې ورکړې ده.
په ورته وخت کې نوموړي دا هم و ویل، چې د کندوز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ امنیه قوماندان فهیم قرلق هم کرونا وژلی دی.
دی وايي، قوماندان فهیم قرلق نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۴ مه د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالودود مجاهد هم د کورونا له کبله مړ شوی و.
جمهورخبري آژانس:کندوز