۰

کندهار کې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي

چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۰
کندهار کې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي
سمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۴ مه د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې رامنځ ته  شوې ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، په دغه چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان  شوي دي.

دوی وايي، ټپیان یې د درملني په موخه نږدې روغتون ته رسولي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه کومې ډلې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په شاولي کوټ ولسوالۍ کې هم د ولسي وګړو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې وه، چې څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي