۰

بدخشان او بغلان کې د طالبانو بریدونه مات شوي دي

دوشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۰۲
سمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بدخشان او بغلان په مرکزونو د طالبانو بریدونه مات شوي، اروزګان کې ګڼ امنیتي سرتېري ځای پر ځای او کندوز ښار کې ځینې هټۍ پرانستل شوې دي.
بدخشان او بغلان کې د طالبانو بریدونه مات شوي دي
سمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بدخشان او بغلان په مرکزونو د طالبانو بریدونه مات شوي، اروزګان کې ګڼ امنیتي سرتېري ځای پر ځای او کندوز ښار کې ځینې هټۍ پرانستل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شبه د بدخشان په مرکز فیض آباد او د بغلان په مرکز پلخمري ښار له څو لوریو ډلیز بریدونه کړي دي.

د دواړو ولایتونو ځايي چارواکي وايي، د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او په کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني وايي، پر فیض آباد له څلور دروازو طالبانو حملې وکړې، چې د افغان ځواکونو ولسي پاڅونوالو له سخت مقاومت سره مخ او مات شول.

دی وايي، په جګړه کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان ملا حافظ په ګډون ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ژوندي نیول شوي دي.

هغه د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

بل خوا د بغلان د والي ویاند احمد جاوید بشارت وایي، پر پلخمري ښار د څلورو خواو څخه د طالبانو بریدونه له سختې ماتې سره مخ شوي دي.

دی وايي، افغان ځواکونو او پاڅونوالو له مخکې د طالبانو د بریدونو په اړه معلومات او تیاری درلود او طالبان یې پر شاه وتمبول.

نوموړي و ویل، چې طالبانو ته په جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې په ګوته نه کړه او نه یې هم د خپل لوري د زیان په اړه څه و ویل.

بشارت وایي، په ځینو سیمو کې لا هم جګړه روانه ده او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

ها خوا بیا په کندوز ښار کې اوس مهال جګړه په کرار شوې، ځای ځای دوکانونه خلاص شوي او خلکو تګ راتګ پیل کړی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، له تېرې شپې راهیسې په دننه ښار کې جګړه نه ده شوې، خو د کندز ښار جنوب لوري ته د دورې سر ښارګوټې څخه د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د کندز ښار تېره ورځ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شو، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښار جنوب لوري ته په هوايي ډګر او د پامير ۲۰۱۷ قول اردو کې تجمع کړې ده.

په ورته وخت کې د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي په موخه يې د ترینکوټ ښار په امنیتي کمربند کې تر سلو زیات نوي امنیتي پوستې جوړې کړې او سلګونه نوي سرتیري یې په کې ځای پرځای کړي.

په دې ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زین الله د ارزګان ښار اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې هېڅ د دښمن په تبلیغ پسې ونه ګرځي او دوی په ټول توان او پوره چمتوالي له ښار څخه دفاع کوي.

د اروزګان چارواکي دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې له مرکز ترینکوټ پرته د دې ولایت ټولې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي