۰
ملګري ملتونه:

طالبانو د خپلو ۱۱ بندیانو بدل کې درې هندي انجینران خوشي کړی وو

پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
ملګري ملتونه وايي، وسله والو طالبانو د خپلو ۱۱ بندیانو په بندل کې درې تنه هغه هندي انجینران دوه کاله وړاندې یې برمته کړي و، تېر میلادي کال خوشي کړي وو.
طالبانو د خپلو ۱۱ بندیانو بدل کې درې هندي انجینران خوشي کړی وو
ملګري ملتونه وايي، وسله والو طالبانو د خپلو ۱۱ بندیانو په بندل کې درې تنه هغه هندي انجینران دوه کاله وړاندې یې برمته کړي و، تېر میلادي کال خوشي کړي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې درې تنه هندي انجینران چې د برېښنا شرکت سره یې کار کولو په ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو له خوا برمته شول.

دغه انجینران په ۲۰۱۹ م کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو له خوا خوشي شول، خو هغه مهال نه افغان حکومت او نه هم هند دا معلومات ورکړل، چې یاد بندیان د څه شي په مقابل کې خوشي شول.

خو اوس د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې چې د تېره دوشنبې د غبرګولي ۱۲ مه خپور شوی و راغلي، چې دغه انجینران له بګرام زندان څخه د ۱۱ طالب بندیانو په بدل کې خوشي شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې په خوشي شویو طالبانو کې د هغوی یو والي شیخ عبدالرحیم او مولوي راشد بلوچ چې د امریکا د مالیې وزارت په تور لېست کې هم و، شامل دي.

په راپور کې د نورو ۹ طالبانو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو وايي شیخ عبدالرحیم د حقاني شبکې له خوا چې د پاکستان استخباراتو سره نېږدې اړیکې لري د والي په توګه نومول شوی وو.

د بلوچ په اړه ویل شوي چې نوموړی د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې د وزارت له لوري په ۲۰۱۵ م کال له طالبانو سره د القاعده په اړیکو کې د رول لرلو په خاطر په تور لیست کې شامل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي