۰

افغانستان کې په کرونا اخته کسان له ۲۱ زرو واوښتل

سی شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۷
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه پېښو په ثبت سره په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۲۱ زره تنو واوښت.
افغانستان کې په کرونا اخته کسان له ۲۱ زرو واوښتل
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه پېښو په ثبت سره په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۲۱ زره تنو واوښت.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن سه شنبې د غبرګولي ۲۰ مه خبري ناسته کې و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا سلګونه شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۵۴۲ یې مثبت وې.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱ زره ۴۵۹ تنو ته ورسېده.

د محروج په وینا په تېره شپه او ورځ کې د کرونا له امله ۱۵ تنه مړه شوي، چې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳۸۴ تنو ته ورسېده او په همدې موده کې ۴۸۰ تنه ښه شوي، چې تول ښه شوي کسان ۲۶۵۱ ته ورسېدل.

هغه وملنه چې په ټولنه کې کرونا په لوړه کچه خوره شوې او په کرونا د اخته کسانو شمېر تر هغه څه چې په رسمي ډول اعلانېږي زیات دي.

دی و ايي، کوم ارقام چې د کرونا په اړه په رسمي توګه اعلانېږي د هغه  کسانو دي، چې د ټسټ لپاره یې روغتون ته مراجعه کړې که نه د ټولنې ۸۰ سلنه ناروغ د کرونا نښې نه لري خو نورو ته یې لېږدولی شي.

جمهور خبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي