۰
امریکا:

پاکستان لا هم د ترهګرو لپاره امن ځای دی، په افغانستان او هند بریدونه کوي

پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۵
امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو لپاره یو امن ځای دي، چې له هغه ځایه پر افغانستان او هند بریدونه کوي.
پاکستان لا هم د ترهګرو لپاره امن ځای دی، په افغانستان او هند بریدونه کوي
امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو لپاره یو امن ځای دي، چې له هغه ځایه پر افغانستان او هند بریدونه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په تازه خپاره کړي راپور کې  ویلي، اسلام آباد د ترهګرو ډولو پر وړاندې پوره اقدام نه دی کړی او دا هېواد لا هم د افغان طالبانو او لشکر طیبه چې  د  افغانستان ضد فعالیت کوي، ملاتړ دی.

دغه راز په راپور کې ویل شوي، پاکستان اجازه ورکړې تر څو د لشکر طبیه او جیش محمد په څیر ترهګرې ډلې ددې هیواد له خاورې څخه پر هند بریدونه وکړي.

راپور کې راغلي«پاکستان د ټولو ترهګرو سازمانونو د له منځه وړلو لپاره خپلې ژمنې ندي عملي کړي، اسلام آباد د جیش محمد د ډلې د مشر مسعود اظهر او ممبۍ د ۲۰۰۸ کال د برید د اصلي طراح ساجد میر، پر ضد هیڅ اقدام ندی کړی او داسې رپوټونه شته چې دغه دوه ترهګر د دولت تر ملاتړ لاندې په پاکستان کې ژوند کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رپوټ ویلي، لا هم د پاکستان په ځینو مدرسو کې سخت دریځي تدریس کیږي او پاکستاني مقامات پدې هکله بسیا اقدام نه کوي.

همدارنګه په راپور کې زیاته شوې، چې طالبانو او د حقاني شبکې په ۲۰۱۹ کال کې تروریستي بریدونه زیات کړي، پوځیان او ملکي وکړي یې په نښه کړي دي.

راپور دا هم وايي، داعش په افغانستان کې د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

امریکا وايي، افغانستان د خپلو پولو د ساتلو په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران سره د سرحد په ساتلو کې د ستر ازمون سره مخامخ دی.

په راپور کې ټینګار شوی، چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د کډ کاري پلان د شتون سره سره چې د سرحدونو امنیت یې یوه برخه ده د دواړو هېوادونو د سرحدونو د ساتلو او امنیت د ښه کېدو د چارو پرمختیا ورو وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي