اروپايي ټولنې په افغانستان کې سمدستي د اوربند د ټینګېدو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې په یوه خبرپاڼه کې هر اړخیز اوربند یې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره مهم ګام بللی دی.
په افغانستان کې د دې ټولنې د استازي دفتر د اختر تر اوربند وروسته زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه ویلي چې د مې له ۲۹مې راهیسې وضعیت خراب شوی او د تاوتریخوالي کچه د منلو وړ نه ده.
د اروپايي ټولنې په دې بیان کې زیاته شوې، پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو دوام راتلونکې بینالافغاني خبرې له ستونزو سره مخ کوي.
بل خوا د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ټینګار کړی چې طالبان باید له تاویخوالي لاس واخلي او د افغانستان له حکومت سره دې مستقیمې خبرې پیل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل