۰
حنیف اتمر:

سوله مو لومړیتوب ده په ټول قوت د سولې له فرصت ملاتړ کوو

پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۱
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سوله د افغانانو او افغان حکومت لومړیتوب ده، او په پوره قوت د سولې له رامنځ ته شوي فرصت ملاتړ کوي.
سوله مو لومړیتوب ده په ټول قوت د سولې له فرصت ملاتړ کوو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سوله د افغانانو او افغان حکومت لومړیتوب ده، او په پوره قوت د سولې له رامنځ ته شوي فرصت ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر نن پنشنبې د چنګاښ ۲۶ مه په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې سوله د افغان حکومت لومړیتوب ده او په دې برخه کې ټول حکومت په تېره بهرنیو چارو وزارت پراخې هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه ۱۲ هېوادونو د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیاری ښودلی دی.

ښاغلی اتمر وايي، له دې هېوادونو دوه یې اروپايي او نور په سیمه کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټينګار کوي، چې هېڅ لوری باید د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي او باید دلته روانه جګړه د خبرو پر مټ ختمه کړل شي.

دی و ايي، د سولې بهیر او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمنه ده او دوی یې عملي کول غواړي.

د بهرنیو چارو سرپرست زیاتوي، چې د طالبانو ۴۴۰۰ بندیان د افغان حکومت له لوري خوشي کړل شوي دي او دغه راز شپږ سوه نور بندیان یې جدي قانوني مشکلات لري چې له طالبانو یې په بدل کې بل لېست غوښتل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي