۰

د افغان ځواکونو د روزنې یوه میلیوني پروژه له ستوزو سره مخ شوې

شنبی ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۴
امریکایي رسنۍ راپور ورکوي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره ۱۷۴ میلیون ډالري پروژه له ستونزو سره مخ شوې ده.
د افغان ځواکونو د روزنې یوه میلیوني پروژه له ستوزو سره مخ شوې
امریکایي رسنۍ راپور ورکوي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره ۱۷۴ میلیون ډالري پروژه له ستونزو سره مخ شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیویارک ټایمز ورځپانې د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د څار ادارې یا سیګار له قوله لیکلي چې امریکا د افغان ځواکونو د هوایي برخې د روزنې او تجهیز لپاره د ۱۷۴ میلیونو ډالرو پروژه پيل کړه.

خو په وینا یې اوس داسې ښکاري چې دغه پروژه ډېره اغېزناکه نه ده او له ستونزو سره مخ ده.

د سیګار راپور وایي، د افغانستان هوایي ځواک پیاوړی شوی، خو د بې پيلوټه الوتکو د کارونې او اخیستنې لپاره ځانګړې شوې پروژه له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

راپور کې ویل شوي، افغان ځواکونه له بې پيلوټه الوتکو استفاده کوي، خو نړیوالو معیارونو ته پام نه کوي.

نیویارک ټایمز بیا وایي چې که له طالبانو سره د هوکړې مطابق امریکایي ځواکونه او روزونکي له افغانستان وځي نو ښایي دغه پروژه د معلوماتو د کموالي او روزنکو د نشتوالي له امله له ناکامۍ سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي