د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د دوی موندنې ښيي چې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو وروستي برید کې ۱۲ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون نن دوشنبې د چنګاښ ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستاني ځواکونو په دغه برید کې ۷ ملکیان وژل شوي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.
سرچینه وايي، دغه معلومات یې له روغتونونو، عیني شاهدانو، د قربانیانو له کورنیو ، نړیوالو رسنیو او نورو سرچینو له لارې ترلاسه کړي.
کمېسیون ویلي، د چنګاښ میاشتې په ۲۵مه نیټه پاکستاني ځواکونو پر سرکاڼو ولسوالۍ او مرکز اسعد اباد د هاوان ۱۲ مرمۍ توغولي.
اعلامیه وایي، وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دی.
کمېسیون پر پېښې خفګان ښودلی، له حکومته یې د خلکو د ساتنې او له اړوندو بنسټونو یې د پاکستان د بریدونو د مخنیوي غوښتنه کړې.
جمهورخبری آژانس:کابل