۰

عبدالله: د بین الافغاني خبرو پر وړاندې ستونزې په حل کېدو دي

چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۶
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د بین الافغاني خبرو پر وړاندې موجودې ستونزې حل کېدونکې دي.
عبدالله: د بین الافغاني خبرو پر وړاندې ستونزې په حل کېدو دي
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د بین الافغاني خبرو پر وړاندې موجودې ستونزې حل کېدونکې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې پرون سه شنبې د زمري ۷ مه د خپل کار په دفتر کې د ساپي قوم له مشرانو سره په لیدنه کې کړې دي.

د عبدالله له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي،عبدالله یادې ناستې ته ویلي، چې افغان حکومت اوربند ته چمتو دی، د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پرتې سوتزې حل کېدونکي دي او ژر به پیل شي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي ولسمشر غني هم پرون د لوړ پوړو چارواکو په غونډه کې ویلي، د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون پروسه به ژر بشپړه شي.

ښاغلي غني ویلي، تمه ده طالبان هم په دې اقدام سره تاوتریخوالی ودروي، بین الافغاني خبرو او سولې ته ځان چمتو کړي.

افغان ولسمشر هیله ښودلې، چې په یوه اوونۍ کې به د سولې په تړوا بین الافغاني خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي