۰
د قطر د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کې د ډاکتر عبدالله وینا:

تمه ده تل پاتې سولې لپاره صادقانه بحث وکړو او جګړې ته د پای ټکی کېږدو

شنبی ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۸
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل په مراسمو کې و ویل، تمه لري، چې د دغه خبرو پایله په افغانستان کې تل پاتې اوربند، تل پاتې سولې او د ۴۰ کلنې جګړې د ټولېدو سبب شي.
تمه ده تل پاتې سولې لپاره صادقانه بحث وکړو او جګړې ته د پای ټکی کېږدو
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل په مراسمو کې و ویل، تمه لري، چې د دغه خبرو پایله په افغانستان کې تل پاتې اوربند، تل پاتې سولې او د ۴۰ کلنې جګړې د ټولېدو سبب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې نن شنبې د وږي ۲۲ مه د قطر پلازمېنې دوحې په شریتون هوتل کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په وینا پیل شوې.

عبدالله عبدالله خپله وینا کې و ویل، د نظام او تېرو ۱۹ کلونو د لاس ته راوړنو حفاظت او ساتل کولی شي افغانستان سولې ته ورسوي او په وینا یې دوی په همدې موخه د قطر مذاکراتو ته راغلي دي.

ښاغلي عبدالله د حکومت او طالبانو تر منځ د دغه خبرو پیل د افغانستان د خلکو لپاره یو تاریخي فرصت وباله، تر څو وکولی شي، ۴۰ کلونو جګړو ته د پای ټکی کېښودل شي او افغان ولس له سولې په کې برخمن شي.

هغه و ویل«موږ دغه خبرو ته په پاک نیست راغلي یو، زموږ د خلکو مشروع غوښتنه دا ده چې جګړه د مصالحې له لارې پای ته ورسېږي، نظام لا تقویه شي، ځکه جګړه ګټونکۍ نه لري، خو د ملت په اراده سیاسي حل هېڅ بایلونکی ښايي ونه لري.»

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د سولې دغه لاس ته راغلی فرصت نه باید له لاسه ورکړل شي، ځکه په وینا یې دا فرصت د نړیوالې ټولنې اجماع او ملاتړ له ځان سره لري.

د عبدالله په وینا مذاکراتو کې دواړه لوری باید یو د بل نظرونو ته احترام ولري، د ملت ارادې ته تسلیم شي او خبرو کې پر تل پاتې اوربند توافق وکړي تر څو هغه خوند چې په دریو پړاو کې د اوربند له امله رامنځ ته شوی و، یو ځل بیا د افغانستان د هر وګړي کور ته ورسي.

نوموړی وایي، باور لري چې د دولت او طالبانو تر منځ روغه جوړه به هېواد کې د ملي یووالي، تل پاتې باعزته سولې او پرمختللي افغانستان سبب شي، نو ځکه باید دواړه لوري تېر ته نه بلکې، روښانه راتلونکې ته وګوري او د سولې خبرې په صداقت سره مخ ته یوسي.

دی زیاتوي، باعزته او تل پاتې سوله هغه وخت تضمین کېدای شي، چې ټول شموله وي او د ټول ملت او نړیوالو له ملاتړ څخه برخمنه وي.

هغه یو ځل بیا به خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ، چې د سولې دغه لاس ته راغلی فرصت باید له لاسه ونه وځي او پرې نښودل شي، چې د افغانستان جګړه نوره هم اوږده شي.

عبدالله و ویل«په مذاکراتو کې باید مهم هدف د جګړې پر ځای باید سوله وي، ځکه تېر ته بېرته ګرځېدل، د افغانستان خلکو ته نور د منلو نه دي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر له نړیوالې ټولنې، سیمې او ګاونډیو هېوادونو د سولې په برخه کې مننه وکړه او ترې ویې غوشتل، چې له سولې وروسته هم د افغانستان سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

دی وايي، له سولې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتیا نشته، نو ځکه باید په ګډه لومړی دا شرایط برابر شي او نړیوال باید د افغانستان سولې ته د رسېدو په برخه کې همکاري او مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې په دغه مراسمو کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم ویناوې وکړې.

د دوی ټول ټينګار په افغانستان کې د یوې باعزته او تل پاتې سولې په راتګ، د جګړې پر پای ته رسېدو او یوه داسې افغانستان په جوړېدو و، چې خپلواک، پرمختللی، په خپلو پښو ولاړ، له ترهګرۍ او فساد څخه پاک او د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې اړیکې پر متقابل احترام ولاړې وي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي