۰

حمدالله محب د جرمني له سفیر سره پر سوله خبرې کړې

پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب کابل کې د جرمني له سفیر اکسل سایډلر سره لیدلي دي.
حمدالله محب د جرمني له سفیر سره پر سوله خبرې کړې
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب کابل کې د جرمني له سفیر اکسل سایډلر سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون چهارشنبې د زمري ۸ مه ناوخته تر سره شوې او دواړو په کې پر سوله خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د جرمني له سفیر سره د کتلو پر مهال ټینګار وکړ چې د سولې خبرې باید ژر پیل شي.

په ورته وخت کې د جرمني سفیر له طالبانو غوښتي چې تر اختر وروسته له ځنډ او خنډ پرته د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

جرمني هغه هېواد دی چې د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتو شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي