۰

نړیوال بانک د ملي دسترخوان پروګرام تصویب کړ

چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۷
د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د افغانستان لپاره د ملي دسترخوان پروګرام چې د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نړیوال بانک د نړیوالې پراختیا اداره له خوا تمویلوېږي تصویب کړ.
نړیوال بانک د ملي دسترخوان پروګرام تصویب کړ
د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د افغانستان لپاره د ملي دسترخوان پروګرام چې د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نړیوال بانک د نړیوالې پراختیا اداره له خوا تمویلوېږي تصویب کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نړیوال بانک پر وېب ‌پاڼې خپاره شوي معلومات ښيي، چې دغه پروګرام پرون سه شنبه د زمري ۱۵ مه تصویب شو.

په دغه وېب پاڼه ویل شوي، دا پروګرام کې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو فنډ شامل دی چې له افغان کورنیو سره د کرونا ویروس پر وړاندې مالي مرسته وکړي.
دغه راز یاد بانک ايي، د دې ترڅنګ ۱۰۰ میلیونه ډالره د کرنې په برخه کې او خوراکي موادو د عرضې پروګرام ته ورکول کېږي.

د معلوماتو له مخې د 'کووېډ-۱۹' پر مهال له افغان کورنیو سره د مرستې پروژه به د کلیو او پراختیا وزارت، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره او د کابل ښاروالۍ تطبیقوي.

د کرنې او خوراکي موادو په برخه کې پروګرام به د کرنې او مالدارۍ وزارت تطبیقوي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې ولسي جرګې د ملي دسترخوان پروګرام طرحه رد کړه چې ګواکي دا پروګرام د پراختیايي پورژو له بودجې تمویلېږي، خو د ولسي جرګې د دې پرېکړې په غبرګون کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې نړیوال بانک دا پروګرام تمویلوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د چنګاښ په ۲۸مه په ټول هېواد کې له بې‌‌وزلو خلکو سره د مرستې لپاره د 'ملي دسترخوان' په نوم پروګرام اعلان کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي