۰

روسیه: افغانستان په بد اقتصادي وضعیت کې دی، باید ټولې پیسې یې آزادې کړل شي

شنبی ۲۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۷
روسیې د نړیوال بانک د هغه پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې یې دغه بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۲۸۰ میلیون ډالره آزاد کړي دي.
روسیه: افغانستان په بد اقتصادي وضعیت کې دی، باید ټولې پیسې یې آزادې کړل شي
روسیې د نړیوال بانک د هغه پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې یې دغه بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۲۸۰ میلیون ډالره آزاد کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نړیوال بانک پرون جمعه موافقه وکړه، چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو ۲۸۰ میلیون ډالره به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف یا ماشومانو د ملاتړ ادارې له خوا افغانستان ته لېږدول کېږي.

روسیې د نړیوال بانک د دغه اقدام هرکلی کړی خو ټینګار یې کړي، چې افغانستان په بد اقتصادي وضعیت کې دی او باید ټولې پیسې یې آزادې کړل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا وايي، د افغانستان سره د نړیالې ټولنې مرستې خورا مهمې دي او نړیوال بانک ته په کار ده چې د افغانستان شتمنۍ ازادې او له دغه هېواد سره په دې سختو شرایطو کې همکاري وکړي.

زخارووا ټینګار کړي، چې د نړیوال بانک وروستۍ پرېکړه پر ځای ده، خو افغانستان لا ډېرو پیسو ته اړتیا لري او باید تر یو میلیاردو ډالرو پورې کنګل شوې شتمني په لومړي سر کې ازاده کړل شي.

دغه راز روسیې د سیمې پر هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او په دغه هېواد کې د روان بحران مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي