۰
د مصالحې عالي شورا:

د بین الاافغاني خبرو اجنډا او ځای مشخص شوی خو نېټه یې نه

چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۶
د مصالحې عالي شورا وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اجنډا او ځای مشخص شوي خو د پیل کره نېټه یې لا هم نه ده ټاکل شوې.
د بین الاافغاني خبرو اجنډا او ځای مشخص شوی خو نېټه یې نه
د مصالحې عالي شورا وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اجنډا او ځای مشخص شوي خو د پیل کره نېټه یې لا هم نه ده ټاکل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لویې مشورتي جرګې له لوري د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشي کولو تر تایید وروسته د مصالحې عالي شورا او د یادې جرګې رییس ډاکتر عبدالله عبدالله و ویل، چې د زندانیانو تر خلاصون درې ورځې وروسته به خبرې پیل شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د جرګې په وروستۍ ورځ ویلي و، تر کومه چې دی معلومات لري، د بندیانو تر خلاصون دوه یا درې ورځې وروسته به بین الاافغاني خبرې پيل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپلو خبرو کې و ویل، چې زندانیان به خوشي کړي او هیله ده، چې طالبان ژر بین الاافغاني خبرو ته پيل شي.

خو د لویې جرګې له پای ته او د ولسمشر غني له خوا د ۴ سوه طالب بندیانو د خوشي کولو د فرمان تر لاسلیک وروسته لا هم نه ده معلومه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې په څه وخت پیل شي.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې دغه بندیان خوشي شوي او که به څه وخت خوشي شي، خو ځینو سرچینو ویلي، ټاکل شوې د حکومت او طالبانو د پلاوی تر منځ خبرې راتلونکې یکشنبې د زمري ۲۵ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

ځینې سرچینې خو لا دا هم وايي، چې کېدای شي، سبا پښننبې د زمري ۲۳ مه د افغان حکومت پلاوی دوحې ته ولاړ شي او د یکشنبې په ورځ خبرې پیل شي، چې لومړی اجندا به یې هم اوربند وي.

خو د مصالحې عالي شورا وايي، د خبرو ځای او اجنډا مشخصه شوې خو د پیل نېټه یې لا تر اوسه هم نه ده مشخصه شوې.

د یادې شورا ویاند فریدون خوځون جمهور خبري آژانس ته خبرو کې و ویل«تر اوسه د خبرو د پیل کره نېټه ده معلومه، خو اجنډا او ځای یې معلوم دي، هیله ده ژر بین الاافغاني خبرې پیل شي.

نوموړی وايي، د سولې مذاکراتي پلاوی پوره چمتوالی لري او هر وخت چې زمینه او نېټه برابره شي نو دوی به دوحې ته ولاړ شي او خبرې به پیل کړي.

د هغه په وینا تمه ده، چې طالبان چمتوالی وشي، د خبرو د پیل نېټه معلومه کړي او د افغانستان ولس باید پوه شي، چې خبرې پیل شوې.

د مصالحې د عالي شورا ویاند وايي، د خبرو اجنډا هم معلومه ده، چې د افغان حکومت پلاوی به له طالب استازو سره په لومړنۍ ناسته کې پر اوبند خبرې وکړي، ځکه د افغانستان خلک نور له جګړې ستړي او سخت د ثبات او ارامۍ ارمانجن دي.

خوځون زیاتوي، تمه لري، چې طالبان به هم په لومړۍ ناسته کې د خلکو دغه غوښتنې ته، چې لومړی باید اوربند وشي مثبت ځواب ورکړي او اوربند وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غنی پرون د حکومتي مذاکراتي پلاوی سره کتنه کې هم ټینګار کړي، چې باید ژر تر ژره بین الاافغاني خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي