کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د ۱۶ مې او ۱۷ مې امنیتي حوزو امرین د دغه حوزو له ۱۶ تنو منسوبینو سره یو ځای له دندې لرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپل ټوېټر پانه لیکلي، دغه کسان د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ (د زمري ۲۸ مه) د وظیفوي غفلت له امله له دندو لرې کړل شوي دي.
د زمري ۲۸ مه چې د خپلواکۍ له ۱۰۱ کلیزې سره سمه وه، په کابل ښار ۱۴ راکټونه و ویشتل شول، چې په کې تر ۲۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ډېری یې ملکي وګړي وو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د ۱۶ مې او ۱۷ مې حوزو امرین او ۱۶ تنه منسوبین یې نه یوازې له دندو لرې کړي بلکې څارنوالۍ ته یې هم معرفي کړي دي.
د یادونې ده، چې په کابل ښار د خپولاکۍ په ورځ د راکټي بریدونو وروسته ولسمشر غني امر وکړ، چې یاده پېښه باید په جدي توګه وڅېړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل