۰

امرالله صالح او د روسیې سفیر پر افغان سوله خبرې کړې

دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۰
د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح په کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره لیدلي او پر بېلا بېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
امرالله صالح او د روسیې سفیر پر افغان سوله خبرې کړې
د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح په کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره لیدلي او پر بېلا بېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي صالح دفتر وايي، دغه لیدنه پرون یکشنبې د وږي ۲ مه په صدارت مانۍ کې شوې ده.

سرچینه وايي، د سولې پروسې، له امریکا او ناټو سره د افغانستان په اړیکو خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغانان به د خپلو قانوني ارزښتونو په رڼا کې د سولې د خبرو پر لور ځي.

ښاغلي صالح ویلي، افغان حکومت د سولې پروسه له خپل ولس سره په مشوره مخ ته وړي او هیله لري، چې طالبان هم په خپلو ژمنو عمل وکړي، تر چې بین الاافغاني خبرې ژر پیل شي.
 
د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال ټينګار کړي، چې د جمهوریت تر چتر لاندې د مرکزي او ځواکمن دولت شتون د سیمې او نړۍ په ګټه دی، چې په وینا یې کولی شي، منخۍ اسیا ته د نشه يي توکو د قاچاق او ترهګرو د تګ مخنیوی کولی شي.
 
 
هغه په افغانستان کې د روسیې د فرهنګي فعالیتونو ستاینه وکړه ویې ویل، چې افغانستان له روسیې سره تاریخی اړیکې لري او دې اړیکو ته په کتو کابل چمتو دی، چې په دې برخه کې له مسکو سره لازمه همکاري وکړي.
 
په ورته وخت کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یې د سولې د پروسې ملاتړ وکړ.

کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف ټینګار کړی، چې مسکو د افغان سولې په پروسه کې د شفافیت غوښتونکی دی او دغه راز غواړي، له کابل کې سره د فرهنګي فعالیتونو په ځانګړي ډول په کابل کې د روسیې د خانه علم او فرهنګ په برخه کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي